سیاست

نادر نادري داداري اصلاحاتو دخپلواک کميسيون درييس په توګه معرفي شو .

کابل باختر دکب يوويشتمه :
اجراييه رييس  ډاکتر عبدالله عبدالله  نادر نادري داداري اصلاحاتو او دملکي خدمتونو  دخپلواک کميسيون دنوي رييس په توګه معرفي کړ .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ،  په هغې غونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې وه په پيل کې  داداري اصلاحاتو اودملکي خدمتونو دخپلواک کميسيون  پخوانى رييس  ډاکتر احمد مشاهد ددغه کميسيون دکارونو او فعاليتونوپه باب هراړخيزې خبرې وکړې  وروسته  اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله  په خپلو خبرو کې وويل چې بايد دغه کميسيون ته زياته پاملرنه وشي .
چې دافغانستان دراتلونکي لپاره  يو ټينګ بنسټ وي  اوبايد  داداري اصلاحاتو په خپلواک کميسيون کې سياسي لاسوهنې ونه شي .
  ډاکتر عبدالله عبدالله په دولتي ادارو کې  غوره سالاري ددغه کميسيون  له اصلي مسووليتونو څخه وبلل . داداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو  دخپلواک کميسيون  نوي  رييس نادر نادري په  دې غونډه کې وويل  چې دولتي ادارې له کاري پلوه  زاړه شوي دي . او بيا رغاونې ته اړتيا لري .
ده  په دولتي ادارو کې د ځوانانو رول مهم وباله او زياته يې کړه  چې  ادارې نوي کيدو ته  اړتيا لري .
نادري  په دولتي ادارو کې اصلاحات او له فساد سره مبارزه  ددغه کميسيون  اصلي ژمنې وبللې .
ده  دکارکوونکو  کاري امنيت ته هم اشاره وکړه او ويې ويل چې کاري امنيت  ددغه کميسيون  له اصلي دندو څخه دى . 
په دې غونډه کې دمشرانوجرګي رييس  فضل هادي مسلميار ، دکابينې يوشمير غړو او دملي شورا  يوشمير استازو هم ګډون کړى و .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته