امنیت

ديوپاکستاني په ګډون درې تنه ونيول شول

کابل باختر د چنګاښ ١٢ :
ديوپاکستاني تبعه په ګډون درې تنه دپکتيا او پکتيکا په ولايتونوکې د تروريستي فعاليتونو په تور ونيول شول.
دملي امنيت د ادارې يو خبرځاى باخترآژانس ته خبرورکړ: د هغه ځانګړو اوپراتيفي عملياتو په بهيرکې چې دملي امنيت دموظفينو له خوا دپکتيکا ولايت په مربوطاتوکې ترسره شول؛ د وسله والې نښتې په بهيرکې درې تنه پاکستاني طالبان ووژل شول او د دغې ډلې قوماندان سخت ټپي او د يو پاکستاني په ګډون درې تنه تروريستان له يو توغندي ويشتوونکي، يوه پيکا، يو دوربين او دوو جوړې پوځي يونيفورم سره ونيول شول.
نيول شويوکسانو اعتراف کړى دى چې د نورخان او دولت خان په نومونو دپاکستاني طالبانو د ډلې قوماندانانو له خوا دغې ډلې ته جذب اوپه ميرامشاه کې دپوځي تعليماتو له زده کړې وروسته د تروريستي او ورانکارو فعاليتونو د ترسره کولو په مقصد له پاکستان څخه دپکتيکا ولايت ته استول شوي دي .
دغه راز دملي امنيت د لوى رياست موظفينو دخلکو په نږدې همکاريۍ د پکتيا ولايت له مربوطاتوڅخه يې يو کلاشينکوف، دوه پنځه ډزې او درې پرتلې کشف اوترلاسه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته