سیاست

د سترې محکمې عالي شورا غونډه وکړه

کابل/ د لړم ٧مه/باختر
د سترې محکمې عالي شورا نن د قاضي القضات او د سترې محکمې د رييس  قانونپوه سېد يوسف حليم په مشرۍ غونډه وکړه.
د سترې محکمې د خپرونو رياست باختر آژانس ته خبر ورکړ: شورا لومړى ديوشمېر قاضيانو او د اداري منسوبينو د دوه ګوني چلند او د دعوا د خاوندانو په وړاندې  د قضايي سلوک د نه رعايتولو په اړوند د يوشمېر مراجعينو شکايتونو ته په پاملرنې سره د دغو مواردو په اړه غور وکړ او څرګنده يې کړه چې د فقهي او قانوني حکمونو پر بنسټ او د قضايي سلوک د ډول د مقررې له مادو سره سم، قاضيان او د محکمو ټول اداري منسوبان مکلف دي چې د دعوا له خاوندانو سره د چلند او تحمل په وخت کې  اخلاقي او سلوکي موازين رعايت کړي. د دعواوو د لورو له رحجان او د قضيې يوه لوري ته د نظر له اړولو څخه چې عدالت او بې طرفي ته زيان رسوي، ډډه وکړي او دارالانشا ته يې لارښوونه وکړه چې په دې برخه کې دې دسترې محکمې دعالي شورا نوې مصوبه تنظيم او له تصويب وروسته دې د هېواد ټولو محکمو ته ابلاغ کړي.
وروسته د هېواد د يوه سابقه لرونکي او ښه نامه لرونکي قاضي الحاج قاضي محمد عمر د مړينې په نسبت چې په وروستيو کې وفات شوى دى؛ د ډاډ ګيرنې مراتب څرګند شول او د لوى خداى (ج ) له درباره ارواښاد ته د فردوس جنت او کورنۍ ته يې د جميل صبر هيله وشوه.
د غونډې په دوام په داسې حال کې چې د لويې څارنوالۍ د قضايي تعقيب مرستيال  څارنپوه غلام حيدر علامه، اړوند څارنوال او د يو تن محکوم خپلوانو او مدافع وکيل  ګډون لاره؛ د بيا کتنې درې غوښتن ليکونه د جزايي اجرااتو قانون د ٢٨٢ مادې د حکم د شرطونو په رڼا کې وڅېړل شول او په هر مورد کې تصميم ونيول شو.
سربېره پردې د لويې څارنوالۍ ادارې د غوښتنې پر بنسټ د٩٠ جزايي دوسيو د څېړنې واک د هلمند، بغلان، قندهار، پکتيا، غزني، ننګرهار، نيمروز، دايکنډي، سرپل، بدخشان او فراه د استيناف محکمو ته ورکړ شو.
  ختم- ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته