ورزش

استقلال او فيروزي ټيمونه لوبه کوي

-کابل باختر دلړم  اوولسمه :
د فوټبال د غوره ليګ سياليو پرون مازيګر په کابل کې په يوې لوبې سره دوام وکړ.
د کابل د فوټبال فدراسيون مرستيال عبدالبصير قيومي باختر اژانس ته خبرورکړ په دې لوبه کې استقلال  او فيروزي ټيمونه سره مخامخ کيږي
قيومي زياته کړه: د غوره ليګ د فوټبال سيالۍ په غازي لوبغالي کې د ١٣ ټيمونو په ګډون پيل شوې او په پرونۍ لوبه کې د امر خيل ټيم د دوو په مقابل کې په دريو سره د پنجشير د ځوانانو پر ټيم ته ماتې ورکړه.
د يادونې وړ ده چې دامرخيل ټيم په ٢٣ امتيازونوسره د لوبو دلست پرسرکې دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته