سیاست

دافغانستان دجزا دکود طرحه دافغانستان دعالمانو له شورا سره شريکه شوه

کابل باختر د وږي د مياشتې  ٩  :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دعدليې وزير  مولوي عنايت الله بليغ  په مشرۍ دافغانستان دعالمانو شورا له هيئت سره وکتل  او خبرې يې ورسره   وکړې.
دعدليې وزارت باخترآژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلوسره ويلي دي.
په دې کتنه کې دافغانستان داسلامي جمهوريت دعدليې وزير دافغانستان دجزا دکود دطرحې په باب بشپړ معلومات وړاندې کړل.
دعدليې وزير دافغانستان داسلامي جمهوريت دعالمانو شورا هيئت  دهرکلي  ترڅنګ  د جزا دقانون دتدوين  اودهغه دمندرجاتو داړتيا په باب معلومات وړاندې کړل.
دغه راز ده داسلام دمقدس دين  د حکمونو رعايتولو ته په پاملرنې سره دجزا دقانون دطرحې دتدقيق او دهغه دحکمونو دتدوين دبهير دپرمختګ يادونه وکړه.
دهېواد عالمانو شورا هيئت  ترسره شوي اجراات مثبت وبلل او له شريعت سره دسمون له امله يې خوښي څرګنده کړه .
دغو عالمانو  دجزا دقانون دطرحې دزياتې بډاينې په مقصد اوپه تيره بيا دتعزير دمستوجبو جرمونو دتناسب درعايتولو او دهغو جزاګانو  دعملي کولو په موخه   چې  مرتکبينو ته بايد تعزيري جرمونه اټکل شي خپل ملاحظات يې شريک کړل.
دافغانستان د جزا دکود طرحه ټاکل شوې ده په ډير لنډ ممکن وخت کې دبروکسل له  کنفرانس مخکې پاى ته ورسيږي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته