امنیت

٢٦ تنه ډار اچوونکي په دريو ولايتونوکې ووژل شول

کابل باختر د غبرګولي يو ويشتمه :
شپږويشت تنه ډار اچوونکي دقندهار ، روزګان او دزابل په ولايتونوکې دامنيتي ځواکونو دچاڼيزو عملياتو په بهير کې ووژل شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ. په تيرو ٢٤ ساعتو کې  دقندهار ولايت دخاکريز ولسوالۍ دباغک او ناصريه کليو کې دامنيتي ځواکونو دچاڼيزو عملياتو په بهير کې  لس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دغه راز پنځه تنه  وسله وال طالبان  دميوند ولسوالۍ  په مربوطاتو کې وژل شوي دي او دروزګان  ولايت دخاص روزګان ولسوالۍ په مربوطاتو کې دامنيتي او دفاعي ځواکونو دمحاربوي  عملياتو په بهير کې ٩ تنه ووژل شول چې په وژل شويو کسانو کې دطالبانو درې تنه قوماندانان هم شامل دي او يوولس تنه ټپيان شول او دهغوى يوولس موټر سايکلونه  او دوه سراچه موټرونه چې په اکمالاتو کې ورڅخه استفاده کيدل  هم ويجاړ شوى دى .
دغه راز دزابل ولايت دارغنداب ولسوالۍ په مربوطاتو کې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دهغوى دوه موټرسايکلونه ويجاړ شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته