ورزش

د زابل په ميزان ولسوالۍ کې عمليات دوام لري.

کابل – باختر د تلې دمياشتې ١٢
د زابل ولايت په ميزان ولسوالۍ کې پوځي عمليات په برياليتوب سره دوام لري.
دپوځي مقاماتو دڅرګندونو له مخې په دغو عملياتو کې تراوسه پورې يو شمير وسله وال طالبان وژل شوي او دميزان ولسوالۍ څوکلي ددغې ډلې له شتون څخه پاک شوي دي.
دغه پوځي عمليات په ميزان ولسوالۍ کې د طالبانو د فعاليتونو له زياتوالي وروسته پيل شوي دي.
د زابل ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر جنرال غلام جيلاني فراهي باختر آژانس ته وويل :په دغو عملياتو کې وسله والو طالبانو ته دسر دروند زيان اوښتى خو دقيق شمير يې معلوم نه دى.
تراوسه پورې څو کلي د طالبانو له شتون څخه پاک شوي او پوځيان خپلو پرمختګونو ته دوام ورکوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته