امنیت

د فاریاب ولایت عمومي امنیتي وضعیت وارزول شو

کابل باختر د تلې د مياشتې ١٠ نيټه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د وسله‌ وال پوځ د اعلی سرقوماندانۍ غونډې د فاریاب ولایت عمومي امنیتي وضعیت وارزاوه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې چې پرون مازدیګر په ارګ کې جوړه شوه، د هېواد د امنیتي او دفاعي سکتور رهبري د فاریاب ولایت د عمومي امنیتي وضعیت، د لویو لارو د مسیرونو، په دغه ولایت کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د اکمال او تجهیز د پرمختګ، په میمنې ښار کې د امنیتي کمربندونو د جوړولو، د پولیسو او ملي اردو د اکمالاتو او امنیتي پوستو د تحکیماتو په اړه خپل راپور غونډې ته وړاندې کړ.
جمهوررئیس غني د یاد راپور له اورېدو وروسته وویل، د فاریاب ولایت خلکو ته د نغدي مرستو او غذايي موادو سربېره به حکومت د دې ولایت د امنیت د ټینګښت په برخه کې هر اړخیز اقدامات وکړي.#
پاى- ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته