امنیت

٣١ تنه وسله وال مخالفان په کندز کې ووژل شول .

کابل باختر د چنګاښ  درې ويشتمه :
٣١ تنه وسله وال مخالفان په کندز ولايت کې ووژل شول .
دکندز ولايت دملي امنيت رييس جنرال  سيد امير شاه سادات باختراژانس  ته وويل چې دغه وسله وال مخالفان  ددغه ولايت په چار درې ولسوالۍ کې  دافغان پوځيانو په هوايي  اوځمکنيو عملياتو کې ووژل شول .
په وژل شويو کسانو کې دسيمه ئيزو  وسله والو طالبانو دډلې  قاري  شفيق  ، ابورواحه ،  قاري سجاد  هاشمي ، ممتاز اوامان الله شامل دي .
ده زياته کړه چې په دغو عملياتو کې پنځه تنه نور وسله وال مخالفان ټپيان شول او ددښمن درې سرپټي  سنګرونه او يو تلخونى چې  ددوى  داصلي  مرکز په توګه  بلل کېږي په بشپړه توګه ويجاړ شوي اودښمن يو هاوان ، يوه پيکا ،  يو کلاشينکوف  او  ٣٥ ماينونه هم کشف  او شنډ کړى شول او دنهر صوفي ، خرکارانو او دسجاني کلي په بشپړه توګه دوسله والو مخالفانو له شتون څخه پاک  شوي دي .
ده زياته کړه   دغه عمليات دوه ورځې مخکې پيل شوي دي اوددغه ولسوالۍ دناامنو سيمو ترپاکولو پورې دوام لري .   ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته