سیاست

صلاح الدين رباني: ماليزيا د افغان مهاجرينو د ستونزو په لرې کولوکې همکاري کوي

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې دويمه
د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني ماليزيا ته د خپل سفر په بهيرکې په دغه هېوادکې له يو شمېر استادانو، محصلانو او افغان سوداګرو سره وکتل.
د بهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
د کتنې په پيل کې محصلانو او سوداګرو په ماليزيا کې د افغانستان د اتباعو ستونزې له دې جملې څخه د افغان سوداګرو د ويزې ستونزې بيان کړې.
صلاح الدين رباني په دې کتنه کې وويل چې ماليزيا ته يې د خپل سفر په بهير کې د دغه هېواد د بهرنيو چارو له وزير سره د دواړو هېوادونو د اړيکو د لازياتې پراختيا او دغه راز په ماليزيا کې د افغانستان د اتباعو د ستونزو په باب هر اړخيزې خبرې کړې دي او د ماليزيا لوري هم د افغانستان له ديپلوماتيکو پاسپورټونوڅخه د ويزې د ستونزې د لرې کولو د ژمنې په ترڅ کې د سوداګرو د ويزې د ستونزې د حل کولو او دغه راز د افغانستان محصلانو ته د تحصيلي بورسونو د دوام په برخوکې يې د همکارۍ ژمنه کړې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته