کابل/ باختر/ د غويي د مياشتې ۵ مه
د پنجشير ولايت عمومي واټ تېره شپه د ترافيکو پرمخ وتړل شو .
د پنجشير د والي مرستيال محمد منصور عنابي وويل چې د پرله پسې اورښتونو او د ډبرو او شګو د ښوييدو له امله د پنجشير عمومي واټ په شتل ولسوالۍ کې له تېرې شپې راپدېخوا د ترافيکو پرمخ تړلی دى .
ده زياته کړه چې د پنجشير د فوايد عامې رياست د دغه واټ د پاکولو کار پيل کړى دى، خو تر اوسه پورې د دغه واټ په پرانيستلو نه دی بريالی شوی او پاک کاري دغه راز دوام لري .
ختم_ سعيده _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ