امنیت

طالبانو درې ملکي وګړى په هرات کې په ډزو سره ووژل

کابل/ د سلواغې لومړۍ/ باختر
په هرات کې وسله والو طالبانو په يوه صحرايي محکمه کې درې ملکي وګړي په ډزو سره ووژل.
يرغلګرو دغه درې ملکي وګړي له هرات – قندهار لويې لارې څخه وتښتول او پرون ناوخته يې د کهسان ولسوالۍ بازار ته څېرمه د لسګونو کليوالي خلکو په وړاندې په ډزو سره ووژل.
د هرات پوليسو وياند عبدالاحد ولي زاده باختر آژانس ته وويل چې دغه ملکي وګړي  غريبکار و او له دولت سره يې هېڅ راز اړيکه نه درلوده.
تراوسه د قربانيانو هويت نه ده روښانه شوى او طالبانو هم په دې اړه څه نه دي ويلي.
ختم- ج – اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته