امنیت

درې تنه داعشيان ووژل شول او درې تنه نور ونيول شول.

-کابل – باختر د لړم دمياشتې ١٨
درې تنه داعشيان په ننګرهار ولايت کې تيره شپه ونيول شول او درې تنه نوريې ووژل شول.
دننګرهار دوالي وياند عطا الله خوږياڼي دباختر آژانس خبريال ته وويل چې په دغو ځانګړو عملياتو کې درې تنه داعشيان ووژل شول او درې تنه نور ونيول شول.
ده وويل: دغه داعشيان په خپلو ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو چې دپوځيانو له خوا پرې بريد وشو .
ويل کيږي چې په دغو عملياتو کې سرتيرو او دسيمې خلکو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته