کابل – باختر دلړم اووه ويشتمه:
دننګرهار ولايت د امنيې قوماندانۍ دپوليسو منسوبينو پرون ددغه ولايت په مربوطاتو کې د ميزايلو دشپږو ماينونو په کشف اوترلاسه کولو بريالي شول.
دشمشاد د٢٠٢ ساحوي زون دقوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ: دغه ماينونه چې د وسله والو طالبانو له خوا دننګرهار ولايت د غني خيلو ولسوالۍ په مربوطاتوکې عيار شوى و؛ دپوليسو له خوا کشف او شنډ کړى شول.
ديوبل خبر له مخې: دملي پوليسو ځواکونو او د ايساف قوتونو تېره شپه په ګډو عملياتو کې پنځه کې پنځه تنه مشکوک کسان له دوو وسلو او يو لاسي بم سره ونيول .
1 د یوې دقیقې څخه لږ