سیاست

جمهور رئیس غني: د اساسي قانون ارزښتونه د ښځو له ونډې پرته نشي عملي کېدای

کابل باختر دثور  اوولسمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن سهار د "مسوول وګړی او  ځواب ورکوونکی حکومت، په ګډه همکارۍ د سالمی ټولنې ښکارندوی دی" تر نامه لاندې د ښځو پنځم بین‌المللي سمپوزیم په خپلې ویناسره پرانیست.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
دغه مراسم چې  د ارګ په سلام خانې ماڼۍ کې د هېواد د لومړۍ مېرمنې، د کابینې د غړو، سفیرانو او د یونما د استازي او د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه د فعالو ښځو په ګډون جوړ شوي ؤ، په پیل کې د هېواد لومړۍ مېرمن د دغه سمپوزیم موخه د ښځو پر عمده مسایلو بحث وباله.
جمهوررئیس غني په هېواد کې وروستیو تروریستي بریدونو ته اشاره وکړه، وې ویل: زموږ خلک د ویرپه ټغر ناست دي او وروستي تروریستي بریدونه پر ځانګړي قشر او ډلې برید نه بلکې پر ملي او اسلامي ارزښتونو، ولسواکۍ او زموږ پر ازادۍ برید و.
هغه زیاته کړه،  د افغانستان د ترقۍ او پرمختګ د دښمنانو ناوړه نیت دا دی چې ۴۰ کلن بحران دوام پیدا کړي او هغوی دا تروریستي بریدونه کوي چې د افغانستان د راتلونکي لپاره مفکوره نه لري، بلکې په فتنې سره غواړي د بې ثباتی لامل شي.
جمهوررئیس غني د افغان ښځو د پینځم بین‌المللي سمپوزیم د جوړېدو له کبله د ښځینه اتحادیو او فعالو ښځو له نوښت او په دې برخه کې د بین‌المللي همکارانو د همکارۍ له امله مننه وکړه.
هغه د وطنوالۍ د مسوولیت په اړه وویل، دا ټولنیز تعهد او قرارداد دی چې برابر حقوق او وجایب غواړي او د وطنوالۍ لومړنۍ اصل د اساسي قانون درلودل او هغه ته تعهد دی. جمهوررئیس وویل، اساسي قانون د ثبات مسئله حل کړې ده، ځکه چې د خلکو په ارادې نظام جوړيږي.
جمهوررئیس د سمپوزیم ښځینه ګډونوالو ته په خطاب کې وویل: ستاسو حضور تروریستانو ته دا پيغام رسوي چې له وطن سره مینه لری او تاسې په ګډې همغږۍ او همکارۍ خپلو کې بحث کوئ. افغانه ښځه شاته تګ نه کوي او بیا به له مادي او معنوي بېوزلى سره نه مخ کېږي، افغانه ښځه حضور لري او پایداره به وي.
جمهوررئس محمداشرف غني څرګنده کړه، زموږ دولتي فرهنګ لا هم د ښځې خلاف( زن ستیز) دی، افغانې ښځې ته د دویم موجود ګومان مه کوئ، افغانه ښځه لومړۍ درجه شخصیت ده.
جمهوررئیس غني مدني حقوقو ته په اشارې وویل، مدني حقوق د اجتماعي قرارداد تر ټولو عمده بحث دی او د محکمو په چوکاټ کې تامینېدای شي، که چېرې زموږ محکمې عادلانه نه وي، د ټولنې نظم له خطر سره مخ کېږي. جمهوررئیس د مدني حقوقو پایښت د خلکو په عامه مشارکت کې وباله.
هغه وویل، سیاسي حقوق د وطنولۍ یا ښاروندوۍ له فعالې ونډې پرته نه شي تامیندای او زموږ خلک باید تېر ازاد بحثونه وارزوي، له اوسنیو شرایطو استفاده او راتلونکي لپاره پرېکړه وکړي. جمهوررئیس زیاته کړه،بېوزلي د ثبات بنیادي دښمن دی او د اقتصادي حقوقو تامین ستونزمن دی.
هغه زیاته کړه، د حکومت ته  پر ضوابطو د روابطو میراث پاتې دی او د وطنولۍ مسوولیت دا دی چې ضوابطو ته پر روابطو لومړیتوب ورکړي او په دې برخه کې ټول اجماع ته ورسېږو.
د هېواد جمهوررئیس، هویت او ژبه د فرهنګي حقوقو برخه وبلله وې ویل، دا حقوق زموږ په اساسي قانون کې تسجیل شوي دي او پر انډوليز انکشاف ټینګار کوي چې پکې ټولې سیمې، ښځې، نارینه او ځوان نسل په واضح چوکاټ کې مطرح شوي دي.
همدارنګه هغه دې ته په اشارې چې زموږ د نظام شکل د راتلونکي لوري په اساسي قانون کې ټاکي وویل، زموږ اساسي قانون د ۱۰۰ کلنې مجادلې پای دی او زموږ دنده د هغې عملي کېدل دي. جمهوررئیس څرګنده کړه زموږ د حکومتولۍ فرهنګ تر اوسه د اساسي قانون مطابق نه دی.
جمهوررئیس غني د سیاست تجارتي کېدل ستره ننګونه وبلله او ټینګار یې وکړ چې سیاست دې د پانګونې او سوداګرۍ په بستر نه بدلېږي او هر هغه څوک چې غواړي سوداګر او مالداره شي خپله انرژي دې د سیاست په برخه کې نه، بلکې د سوداګرۍ په برخه کې وکاروي.
د هېواد جمهوررئیس د نفاق پر له منځه وړلو ټینګار وکړ وې ویل، د هېوادوالو مسوولیت دی چې کار د کاراهل ته د سپارلو په برخه کې پوښتنه وکړي او نااهله خلک دې نه مني. هغه زیاته کړه هېوادوال باید د مثبتې او منفي آزادۍ ترمنځ تفکیک ومني.
جمهوررئیس په دې اړه وویل، مثبته ازادي د ټولنیزې او فرهنګي پانګونې د پراختیا لامل کېږي او چاته زیان نه رسوي، خو منفي ازادي نورو ته زیان رسوي او د دې لامل ګرځي چې واقعیتونه برعکس منعکس شي.
جمهوررئیس غني وویل، د منفي ازادۍ سانسورول د دولت مسوولیت نه دی او هېوادوال باید د منفي ازادیو پر وړاندي یو موټی مبارزه وکړي چې هېواد ثبات ومومي. مسوول وطنوال باید د عدل او انصاف تله ولري.
جمهوررئیس وویل، د وطنوالو له ونډې او مشارکت پرته سیاست او اقتصاد نه پیاوړی کېږي او وطنوال باید له یوه بل سره مرتبط او منسجم وي، ځکه بالفعله قوه د هېوادوالو په یووالي پورې اړه لري. قوت په اتحاد کې دی نه په یوازیتوب کې، ځکه اتحاد او انسجام د ثبات لامل ګرځي.
جمهوررئیس غني زیاته کړه د ښځو له ونډې پرته د اساسي قانون ارزښتونه نه عملي کېږي او افغان ښځه د پایداره سولې او ثبات په راوستو کې اساسي رول لري. هغه په ټاکنېزو پروسو کې د خلکو په ځانګړي ډول د ښځو ګډون مهم وباله.
جمهوررئیس د پوهنې پر کیفیت ټینګار وکړ وې ویل، په دې برخه کې پانګونه کولای شي پنځو راتلونکو نسلونو ته بدلون ورکړي او دا مسوولیت او رسالت زموږ د ټولو دی. هغه زیاته کړه اصلاحات د خلکو د هوساینې او ولسواکۍ د بنسټيز کولو په خاطر دي او باید له فساد سره مبارزه وشي.
هغه زیاته کړه، افغانستان استبدادي کورني او دیکتاتوري حکومتونه تجربه کړي دي چې نور کار نه ورکوي، اوس د افغانستان ستر ملت اراده لري چې د ټاکنو له لارې نظام رامنځته کړي.
جمهوررئیس محمداشرف غني وویل، اساسي قانون ته په کتو زما دنده د ۱۳۹۸ کال د جوزا/غبرګولي په لومړۍ نیټه پای ته رسېږي او د ټاکنو د ارزښت ترڅنګ یې له خلکو وغوښتل چې په ټاکنېزو بهیرونو کې فعاله ونډه او پراخ ګډون ولري.
هغه ټینګار وکړ، هر څوک چې ټاکنې تخریبوي، ثبات تخریبوي، ځکه وروستي تروریستي بریدونه زموږ پر ټاکنو او سیاسي ثبات بریدونه وو.
جمهوررئیس وویل د اصلاحاتو په برخه کې باید اجماع ته ورسېږو او دا حتمي ده، ځکه شپږ کاله وروسته له افغانستان سره بین‌المللي تعهدات پای ته رسېږي او افغانستان باید پر خپلو پښو ودرېږي. د وطنوالۍ تر ټولو مهمه ځانګړنه مالکیت او د مسوولیت منلو حس دی.#پاى- سعيده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته