کابل – باختر دلړم پنځه لسم
پوليسو ديوې اندازې چاوديدونکو توکو او ماينونو په کشفولو سره دڅو چاودنو مخه ونيوله. دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتى دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ: پوليسو دميدوان وردګو ،فارياب او دپکتيکا په ولايتونو کې دچاڼيزو عملياتو په ترسره کولو سره دبي ام – ١ دوه ويشت ماينونه او دوسايطو ضد دوه ماينونه چې دوسله والو مخالفينو له خوا ځاى پرځاى شوي وو کشف کړې او په دغو ولايتونو کې يې دترورستى پيښو مخه ونيوله.
0 د یوې دقیقې څخه لږ