سیاست

جمهور رئیس غني: موږ د داخلي بې ځایه شویو او کډوالو په اړه یو ملي پروګرام ته اړتیا لرو

کابل_باختر د سلواغې د مياشتې١٢مه
د کډوالۍ عالي کمیسیون نن له غرمې مخکې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ غونډه وکړه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د غونډې په پیل کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر سیدحسین عالمي بلخي د کډوالو وزارت د پروګرامونو په اړه معلومات ورکړل او د هرات ولایت په کچه یې تطبیقي پلان او د بې ځایه شویو ملي پالیسې د بودجې پیشنهادي طرحه غونډې ته وړاندې کړه.
وروسته د هرات ولایت د کډوالو رئیس د هرات ولایت د بې ځایه شویو ملي پالیسي او تطبیقي پلان په تفصیلي توګه چې د بې ځایه شویو کمپونو د وضعیت ارزونه او سروې، د داخلي بې ځایه شویو شوراګانو او ولسي انکشافي شورا تاسیس ، د بې ځایه شویو د ملي پالیسي په اړه د معلوماتو او پوهاوي ورکول، خپلو اصلي ځایونو ته د داخلي بې ځایه شویو ورګرځېدل، په اصلي ولایتونو کې د بې ځایه شویو ادغام او ورستنېدل، بې ځایه شویو ته د سرپناه جوړولو لپاره مرسته برابرول، د تذکرې اخیستلو او تولد کارت اسانتیا، د ښارګوټو جوړولو او د محلي بې ځایه شویو د ادغام په موخه د مناسبو دولتي ځمکو تشخیص، د ځمکې او سرپناه نه لرونکو بې ځایه شویو پېژندنه او تشخیص، د عامه خدماتو وړاندې کولو په موخه د ځمکې د مصونیت د لومړنیو خدماتو برابرول، د اوبو او فاضلاب سیستم احیا، د غذایي مصونیت او معشیت لومړنیو خدماتو برابرول،د بې ځایه شویو له لوري په شخصي او دولتي ملکیتونو د سرپناه جوړولو د مخنیوي په موخه د مناسبو بدیلونو په برابرولو سره د اجباري اخراج ممانعت، د بې ځایه شویو د اصلي ولایتونو سره په همغږي د نویو بې ځایه شویو مدیریت په کې شامل وو ، وړاندې کړل.
هغه وویل، په شپږ میاشتو کې د والي تر نظر لاندې یوې کمېټې د مرسته کوونکو موسسو په همکارۍ په داخلي بې ځایه شویو او مشخصو شاخصونو باندې کار کړی دی.
د هرات ولایت د کډوالو رئیس وویل، هرات ولایت کې ۸۶ زره داخلي بې ځایه شوي وجود لري او د هغوی لپاره یوه ساحه په پام کې نیول شوې ده، ځینې خدمات لکه کلینیک او ښوونځی د ګټه اخیستنې وړ دي او په پام کې ده په دې ساحه کې د بې ځایه شویو افرادو او د هرات یو شمېر اوسېدونکو ته مسکن ورکړل شي.
د ښار جوړولو وزیر سیدسعادت منصور نادري وویل، موږ د سوداګرۍ او صنایع وزارت سره د غالیو اوبدونکو ښارګوټي کې د ساختماني کارونو یوه ښه الګو لرو او کولای شو دا الګو د کډوالو ښارګوټي کې هم تطبیق کړو.
د ځمکو ادارې رئیس جواد پیکار وویل، یوه هر اړخیزه ارزونه او سروې دې وشي او د بې ځایه شویو له لوري د هرات ولایت د انتخاب څرنګوالی دې هم معلوم شي.
انجنیر ویس احمد برمک وویل،  که  د ځمکې د وېش تر څنګ په اپارتمانونو هم کار وکړو، ښه به وي تر څو پانګه منسجمه او محدوده شي.
عبدالباقي پوپل وویل، په هر ځای کې چې د کډوالو لپاره ښارګوټی جوړېږي، د ښاروالیو د پلان برخه دې هم شي.
جمهور رئیس غني د هغوی د خبرو له اورېدو وروسته وویل، په هغو ښارګوټو کې چې د کډوالو لپاره کور جوړېږي، باید د استطاعت وړ وي او د ښارګوټو تر څنګ سوداګریزه ساحه هم ولري.
جمهور رئیس زیاته کړه، ښاروالۍ باید د خدماتو لپاره اساسي کارونه وکړي او همدارنګه په ښارګوټو کې فرهنګي او ټولنیزو مسایلو ته پام وشي.
محمد اشرف غني وویل، د کار ساحه باید د ښارګوټو اطراف کې موقعیت ولري او کارموندنې سره یوه واضح رابطه موجوده وي.
هغه څرګنده کړه، موږ د داخلي بې ځایه شویو او کډوالو په اړه یو ملي پروګرام ته اړتیا لرو او دا پروګرام به حداقل د لس کالو لپاره وي.
جمهور رئیس غني څرګنده کړه، د وزیرانو او دولتي مسوولینو یو ګروپ به په هغه موضوع کار وکړي او هېواد ته د راستنېدونکو لومړیتوبونو لکه اوبو، برېښنا، سرپناه، ملکیت او د هغو کسانو لپاره کار  ته پام وکړي.
جمهور رئیس وویل، په روان کال کې له یو میلیون زیات کډوال له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شول او دا راستنېدل واضح پیغام لري چې خلک په حکومت او د هېواد په راتلونکي اعتماد لري.
محمد اشرف غني وویل، د کډوالو او داخلي بې ځایه شویو بحث د حکومت لپاره یو لومړیتوب دی او باید څو ناستې په دې باره کې ولرو.
جمهور رئییس غني څرګنده کړه، وظایف باید تفکیک شي او دا دندې واضح بنسټ او محور وي. هغه ټینګار وکړ، له ملي پروګرام پرته کار نشي ترسره کېدلی او بنسټونه باید ګډ کار وکړي.
جمهور رئیس په پای کې وویل، زموږ ستونزه د یوې دقیقې احصایې نشتوالی دی چې باید په دې اړه دقیقه احصائیه ولرو او ټول بنسټونه د راستنېدونکو په مسله تمرکز وکړي او خپل امکانات د مرستې او همکارۍ لپاره بسیج کړي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته