سیاست

دمشرانو جرګي په نننۍ غونډه کې يو لړ مطالب طرحه شول

کابل باختردکب دمياشتې ٩ :

دسنامجلس درييس فضل هادي مسلميارپه مشرۍ  دمشرانو جرګي په نننۍ غونډه کې دغړو له خوا د( آزادو خبرو) په  توګه يولړ مطالب طرحه شول .

دخبرو وړ يوه موضوع دلوى څارنوالۍ اداري ته  دسناتوري فوزيې سادات څمکني دمعرفي کولو په باب ددغې اداري  دليک موضوع دسناتورانوله خوا طرحه شوه .  خو سناتوري سادات لګول شوي تور  رد کړاو ويې ويل   که چېري دغه مراجع  ددي دجرم دثابتولو په باب کوم سند لري ، ولي درسنيو له لاري يې  نه خپروي . البته دا دليل نه شي کېداى که چېري څوک له خپل ورور سره خبري وکړي متهم وبلل شي .

دي په طلوع تلويزيون د جعلکاري تور ولګاوه چې له کوم دليل اوثبوت پرته ددي پرخلاف ناوړي خپرونې کوي  چې ددي شخصيت ته زيان ورسوي .

دى څرگنده کړه حاضره ده  چې ددغه ارګان پوښتنوته ځواب ووايي ځکه دتښتونې په کومه قضيه کې لاس  نه لري او ددي پرخلاف کوم مشهودسندهم نشته .

په همدي حال کې دمجلس ځينو غړو څرګنده کړه چې  له خپل ورور سره ددي دتيلفوني خبرو په باب دمسوولو ارګانونو دلايل  کوم جرم نه ثابتوي چې بايد دا څارنوالۍ ته معرفي نه شي .

دغه راز په غونډه کې د کندهار دوالي داستجواب په باب دمجلس دځينو غړو طرحه تائيد شوه  دکندهار په والي  ښاغلي توريالي ويسا دمحمداصف سرحدي په نامه  له جعلي سناتور سره  دده دکتنې په بابدمجلس دځينو غړو پرخلاف دده له خوا دبي بنسټو تورونو په لګولو  اوپه ځينو نورو مواردو انتقاد وشو او پريکړه وشوه  چې دي دې  دسنامجلس دروان کال دکب دمياشتي دشپاړلسمي نيټې  په غونډه کې گډون کړي او دسناتورانو پوښتنوته دي ځواب و وايي .

دغه راز په غونډۀ کې  ټاکل شوې ده چې دسولې دعالي شورا ځيني مسوولينو دې ددغې شورا دکاري پروګرامونو اودلګښتي پيسو په باب دمشرانو جرګي غړو ته معلومات ورکړي  چې دهغو مغدرتونو له  امله چې ددغې شورا له خوا طرحه شول موضوع ر اتلوونکو غونډو ته وځنډول شوه . خو  دسناتورانو له خوا ددغې شورا دشتون  اوفعاليت په باب يو لړنظريې وړاندې شوې .

دغه راز سناتوري بلقيس روشن دفراه ولايت  دښوونکو دښارګوټو دويش په باب ددغه ولايت  دښوونکو داتحاديې پريکړه ليک دمشرانو جرګي ته وړاندې کړ چې په هغه کې ويل شوي دي  : دفراه ولايت دښوونکو ښارګوټې  ددغه ولايت دښوونکو  دتحصن په نسبت په ١٣٨٣ کال کې تثبيت شو . خوځمکې يې تراوسه پوري په ښوونکو نه دي ويشل شوي اوزياته يې کړه  که چېري دغه ستونزه  ونه څيړل شي دوي به بيا په تحصن لاس پوري کړي چې موضوع دڅيړنې په مقصد اړوندو مراجعو ته وليږل شوه .

دغه راز دفارياب ولايت سناتور سيدفرخ شاه  جناب په دغه ولايت کې دواورې پرله پيسې اورښتونه  دحيواني وښو دسخت کمښت دليل وباله او خبر داري يې ورکړ که چېري دکرنې او اوبولګولو وزارت په دى اړوند جدي پاملرنه ونه کړي  په دغه ولايت کې به يو زيات شمير څاروي له منځه لاړشي .

دغه راز په غونډه کې سناتور سيدمحمدسعيدي دکابل ښاروالۍ پاملرنه  له ميرويس ميدان څخه تر دارلامان پوري دسړک دجوړولو اوترميمولو دکار ګړندي کولو ته جلب کړ چې له زياتي مودي را په دي خوا نيمکاره پاتي دي او دخلکوته يې ستونزي پيداکړي دي.

دغونډي په پاى کې داساسي قانون پرتطبيق باندې دڅارنې د کميسيون دغړي پوهاند سيدعمرمنيب پاک روح ته چې په دي وروستيووختو کې دناروغي له امله وفات شو  او دخبريال شهيد سادم بهادر زوي چې په دي وروستيو وختو کې دتروريستانوله  خوا په پکتيکا ولايت  کې سريې غوڅ کړي شوي دي ،. په ننګرهار کې دپرونۍ ځانمرګي بريد دشهيد انو او دهيواد دنورو شهيدانو پاک روح ته دکلام الله مجيد دڅو مبارکو ايتونو په لوستلو سره دعا وشوه .

په ننګرهار کې پرونۍ ځانمرګي بريد اوپه پکتيکاولايت کې دسيمه ييزخبريال دسرغوڅول دسناتورانو له خوا په کلکه وغندل شول او دهغو دعاملينو دنيولو او مجازاتو غوښتنه وشوه.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته