امنیت

په غزني کې ددريو ډار اچوونکو وژل کيدل اودشپږو ماينونو شنډيدل .

کابل باختر د تلې  پنځلسمه :
درې تنه ډار اچوونکي پرون دغزني ولايت په ده يک  ولسوالۍ کې ووژل شول .
په غزني کې دملي اردوميشت وياند حنيف رضايي  باختراژانس ته وويل چې دغه ډار اچوونکي دملي اردو له منسوبانو سره نښته کې  ددغه ولايت دده يک ولسوالۍ په لغوات سيمه کې ووژل شول .
رضايي زياته کړه چې دغه راز دملي اردو منسوبانو شپږ ماينونه دغزني ولايت په بيلابيلو  سيمو کې کشف او شنډ کړل .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته