فيروز کوه باختر دغبرګولي دمياشتې ١٥نيټه :
په غور ولايت کې له څه دپاسه څلور سوه ديرشو کورنيوسره مرستې وشوې.
دغور ولايت د مهاجرينو د راستنولو چارو رئيس عبدالرووف باختر آژانس ته وويل چې په هرې کورنۍ يو ه ١٠٠ کيلويي بورۍ اوړه ، ٧ کيلويي غوړي، ٥ کيلودال، نيم کيلو مالګه او څلور شړۍ او د پخلنځي يو سيټ وويشل شول
د غور ولايت د مهاجرينو د راستنولو دچارو رئيس وويل چې د دغو کورنيو له جملې څخه په ٣٢٩ کورنيو څه ناڅه درې ميليونه ٩٠٠ زره افغانۍ نغدي پيسې هم ويشلې شوې دي .
ده وويل چې دغه کورنۍ د طالبانو د وروستيو بريدونوله امله د دغه ولايت د شهرک او دولاينه له ولسواليو څخه د غور ولايت مرکز ته راغلې دي.
پاى ذکرالله
0 1 دقیقه لوستل