ټولنه

په لوګرکې د کرنيزو محصولاتو د شپيتو زيرمو د جوړولو کار پيل شو

پل علم باختر دچنګاښ دمياشتې  ١٧ :
په لوګر ولايت کې پرون د کرنيزو محصولاتو د شپيتو زيرمو د جوړولو کار پيل شو.
د لوګر د والي وياند سليم صالح باختر آژانس ته وويل: د کرنې او اوبو لګولو  وزارت د  ( EAVS) موسسې په همکارۍ د پيازو او پټاټو د ساتنې لپاره په لوګر ولايت کې  شپيته زيرمې جوړيږي.
ده وويل چې له دې جملې څخه د ٢٥ زيرمو د جوړولو کار د محمدآغې په ولسوالۍ کې  د دريو مياشتو په دننه کې بشپړيږي.
د دغو زيرمو دجوړولو دکار دپيل په مراسموکې  چې دبيلابيلو ادارو مسوولينو
برخه لرله، د لوګر ولايت دکرنې او اوبولګولو رئيس محمددين  مومند وويل  چې هره زيرمه  دڅه ناڅه٢٠٠  زرو افغانيو په لګښت جوړيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته