سیاست

د ولسي جرګې غړي عبدالقادر قلاتوال ۱۴ تنو ته د ودونو لګښت ورکړ

قلات باختر د لړم د میاشتې ۲۹ مه
په ولسي جرګه کې د زابل د خلکو استازي عبدالقادر قلاتوال د دغه ولایت هغه څوارلسو تنو ته دودونو لګښت ورکړ چې کوژدې یې کړې وې،خو د واده کولو توان يې نه درلود.
د لوړ ولور ستونزه د يو شمېر نورو ولایتونو په ځانګړي ډول په زابل ولایت کې هم  له زياتوکلونو راهیسې په خپل قوت پاتې شوې چې ډیر کله د کورنیو تر منځ د دوستۍ پر ځای اوږدې دښمنۍ رامنځته کړي دي.
په ودونو کې زیات لګښتونه او لوړ ولور په اوسني وخت کې مهمه ټولنیزه ستونزه بلل کیږي، چې له کبله یې ډیری کورنۍ په رواني او اقتصادي لحاظ صدمه ویني.
د لوړ ولور د ستونزې له امله  ډیری ځوانان دې ته اړ کیږي، چې د دغو لګښتونو د پوره کولو لپاره خپل کور، کلی اوآن هېواد پریږدي او په قانوني او قاچاقي لارو بهرنیو هیوادونو ته مسافر شي.
که څه هم په دې وروستیو کې د یو شمیر قومونو له خوا په دې اړه پریکړې وشوې، خو بیا هم دغه ډول پریکړې په سمه توګه نه دي عملي شوي په دې اړه په ولسي جرګه کې د زابل د خلکو استازي عبدالقادر قلاتوال د باختر اژانس سيمه ييز خبريال ته وویل چې ناوړه دودونه او لوړ ولور د دې لامل شوي دي چې ځوانان نورو هېوادونو په تګ اړ شي.
هغه زیاته کړه چې دغو څوارلسو تنو کوژدې ډېر مخکې کړې وې،خو د زياتو ولورونو له امله يې ودونه پاتې وو.
د یادونې وړ ده چې د هېواد په يو شمېر سيمو کې لوړ ولورونه او بې ځایه لګښتونه د دې لامل شوي دي چې نجونې له خپلو کورونو څخه تېښتې ته اړې شي، چې دغه چاره د دواړو کورنیو ترمنځ د دوستۍ پرځای په دښمنۍ بدلېږي.پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته