امنیت

په ماين دکوچنيانو دسپرلۍ ديو تراکتور دختو له امله يو تن شهيد شو.

کابل – باختر د ورى دمياشتې ٢٤
په پکتيکا ولايت کې پرون يو کوچي دماين دچاونې له امله شهيد شو او درې تنه نور ټپيان شول .
دپکتيکا ولايت دامنيې قوماندانۍ دآمنيت آمر سمونمل نثار احمد عبدالرحيم دباختر آژانس خبريال ته وويل دغه پيښه پرون دپکتيکا ولايت دګوملې ولسوالۍ په مربوطاتو کې هغه وخت وشوه چې دکوچينانو يوه کورنۍ ديو تراکتور په واسطه د ډيورنډ کرښې له اخوا پکتيکا ولايت ته سفر وکړي د دوى دسپرلۍ تراکتور په هغه ماين وخوت چې دوسله والو طالبآنو له خوا په سيمه کې ځاى پرځاى شوى وو دامنيت آمر وويل : په دې پيښۀ کې يو کوچي شهيد او درې تنه نوريې ټپيان شول .
دپيښې ټپيان دښرنې ملکي روغتون ته وليږدول شول . او د روغتون د روغتيايي مسوولينو له خولې دټپيانو روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته