سیاست

په امريکا کې دافغانستان له جګړې سره دملاتړ کچه لوړه شوې ده .

واشنګتن باختر دمرغومي پنځلسمه :
  دواشنګتن  پست ورځپاڼې  دافغانستان له جګړې سره  دامريکايانو  دملاتړ دکچې په باب ديوې سروې نتيجې خبرې کړي دي  او ويلي يې دي چې له  ٢٠١٣ کال راپديخوا په امريکا کې دافغانستان له جګړې  سره ملاتړ زور اخستى دى .
  ورځپاڼه ليکي دغه سروې  دغه راز ښيي  چې زياتره په راتلوونکي  کال کې په افغانستان کې دزرګونو تنو پوځيانو دساتنې دپلان ملاتړ کوي .
دورځپاڼې په ليکنه په ټوليزه توګه امريکايان په افغانستان کې دناتو دديارلس کلن جنګي ماموريت په پاى کې  دافغانستان دجګړې په باره کې  دهوسايي احساس کوي .
ورځپاڼه ليکي په سلوکې شپږ پنځوس خلک  وايي چې دافغانستان قضيې دجګړې ارزښت نه درلود .
ورځپاڼه زياتوي  دواشنګټن پست او د اى- بي- سي د ٢٠١٠ کال په سروې کې په دې باب  دمنفي نظر  لرونکوکسانو فيصدي  په همدې حد کې وه
خو واشنګټن پست وايي دنوې سروې له مخې په سلوکې  اته ديرشو خلکو ويلي دي چې دغې جګړې دهمدومره  لګښت ارزښت  درلود .
دورځپاڼې په ليکنه له  ٢٠١٣ م کال په دسمبر کې  په سلوکې  ديرشو تنو خلکو همدغه شان ويلي وو اودجولاى په مياشت کې  هم په سلو کې اته ويشتو خلکو دغه شان فکر کاوه .
  ورځپاڼې  ليکلى دي چې د ٢٠١٣م کال په وروستيو وختو کې په سلوکې يوازې نهه ديرشو تنوجمهوريت غوښتوونکو دافغانستان دجګړې ملاتړ کړى وو خو اوس له دغې جګړې سره دجمهوريت غوښتوونکو  دملاتړ کچه په سلوکې  شپږ پنځوسو تنو ته رسيږي .
ورځپاڼه زياتوي داوباما دجمهوري رياست دپيل  په لومړيو مياشتوکې  په سلوکې  څه دپاسه اووه اويا جمهوريت غوښتوونکو  ويل چې دافغانستان جګړه  ددغو ټولو لګښتونو ارزښت لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته