امنیت

د ملي اردو د ځواکونو د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې٧٣ تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل- باختر د وږي دمياشتې ٤
د ملي دفاع وزارت مقامات وايي چې د ملي اردو د ځواکونو په چاڼيزو عملياتو کې چې هوايي ګوزارونه هم ورسره و؛ د وسله والو طالبانو د ډلې د يوه قوماندان په ګډون ٧٣ تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
د ملي اردو ځواکونو چې هوايي ملاتړ هم ورسره و؛ د ننګرهار ولايت د حصارک ، د پروان ولايت د جبل السراج، د زابل ولايت د شينکي، د کابل ولايت د خاک جبار ، د غزني ولايت د مقر، د پکتيا ولايت د شورک، د کندز ولايت د خان آباد، د هرات ولايت د کذرې، د بادغيس ولايت د بالامرغاب او د سرپل ولايت د کوهستاناتو او د بغلان ولايت او ډند غوري ولسوالۍ او د دغه ولايت د مرکز، د فارياب ولايت د آلمار،  قيصار او غورماچ ، د جوزجان ولايت د قوش تيپې او د هلمند ولايت د موسى قلعه د ولسواليو په مربوطاتوکې ترسره شول چې له امله يې د محب الله په نامه د وسله والو طالبانو د ډلې د يوه قوماندان په ګډون ٧٣ تنه وسله وال طالبان ووژل شول؛ ٢٥ تنه ټپيان او ١٢ تنه نوريې د امنيتي ځواکونو له خوا ونيول شول.
په دغو عملياتوکې يوه اندازه وسله، د درندو وسلو مهمات او نور پوځي تجهيزات او وسايل هم په عملياتوکې د شاملو ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
ديوبل خبرله مخې:
د ملي اردو څلور تنه سرتيري د امنيتي دندو د ترسره کولو په بهيرکې د ماين د چاودنې او د دښمن د ډزو له امله شهيدان شوي دي.
د ملي دفاع وزارت مقاماتو د دغو سرتيرو شهادت تاييد کړ؛ خو د پيښو سيمې يې مشخصې نه کړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته