امنیت

په فراه کې د ماين په چاودنه کې شپږ تنه ټپيان شول

کابل باختردچنګاښ دمياشتې ٢٨ :
په فراه  ښارکې په  سړک  کې دښخ کړاى شوي  ماين په  يوه چاودنه کې  شپږ تنه  ټپيان شول.
د فراه  د والي ويندوى  جواد  افغان د باخترآ ژانس خبريال  ته  وويل :
دغه پيښه  په  فراه ښار پورې اړوند د يزده  په کلي کې هغه وخت رامنځته  شوه  چې  تر يوه پلګوټي لاندې ښخ کړاى شوى ماين  کله چې  دپوليسودامنيتي ځواکونو دهماهنګۍ دمرکز دمرستيال خليل احمد رنجر موټر له سيمې څخه دتيريدو په حال کې  و  وچاوديد چې له امله يې دهماهنګۍ دمرکز مرستيال دوه تنه ساتوونکي    اوڅلور تنه ملکي وګړي  چې له سيمې څخه تيريدل ټپيان شول.
د يوه اړونده خبرځاى دخبرله مخې :  په دې پيښه کې  د پوليسو د هماهنګۍ دمرکز مرستيال  خليل احمد ته زيانه  نه دى اوښتى .
د فراه ولايتي  روغتون  آمر  ډاکتر عبدالحکيم  رسولي  وويل  چې ددغې پيښې  څلور تنه ملکي   او دوه تنه  پوليسان  دې  روغتون ته  ليږدول شوي دي .
ده  د دريو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب  وباله  .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته