امنیت

له وظيفوي صلاحيت څخه دناوړې استفادې په تور دهرات دپوليسو ديوه مقام مجازات

کابل باختر د ليندي  ديارلسمه :
دهرات ولايت دچشت شريف دامنيه قوماندانۍ  دتروريزم ضد آمر له اداري فساد سره دمبارزې دابتداييه محکمې له خوا له وظيفوي  صلاحيتونو څخه دناوړې استفادې په تور  په يو کال او ٦ مياشتو بند محکوم شو .
په هغې غونډه کې چې له اداري فساد سره درامنځته شويو جرمونو  دڅيړنې دابتداييه محکمې درييس قضاوتيار عبدالهادي  وثيق  په مشرۍ جوړه شوه له وظيفوي  صلاحيت څخه د ناوړې استفادې قضيه وڅيړل شوه او په نتيجه کې يې تورن په يوکال  او ٦ مياشتو بند محکوم شو .
دغه راز په دې غونډه کې دهرات دبريښنا رياست ديوه کارکوونکي دبډې اخستنې قضيه وڅيړل شوه او په نتيجه کې يې  تورن په يوکال او يوه مياشت  تنفيذي  بند او دلسو زرو افغانيو په نغدي جزا محکوم شو .
په پاى کې په ټاکلې موده کې  دتورنو داستيناف  غوښتنې  حق محفوظ  اعلام شو .
  ختم_ شکريه _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته