اقتصاد

دمالیې وزیر د افغانستان لپاره د اروپایې ټولنې له سفیر سره وکتل

کابلباختر د کب د مياشتې١٣مه
دمالیې وزیر اکلیل حکیمي، پرون د افغانستان لپاره د اروپایې ټولنې له سفیر ښاغلي پیر میادون، سره وکتل.
دماليې وزارت مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې دواړو لوریو په ۲۰۱۸ کال کې په ژنیو کې د پراختیایې وزیرانو په کچه د نړیوال کنفرانس د جوړیدو په چمتووالي، د بروکسل کنفرانس د ژمنو په برخه کې د افغان حکومت په لاس ته راوړنو، په عایداتي سرچینو کې په اصلاحاتو، له فساد سره په مبارزې، سیستم جوړونې، د کابل په پروسې او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو خبرې وکړې.پاى- ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته