امنیت

په پکتیکا کې د وسلو باريو موټر نیول شوی دی

ښرنه باختر د لړم ۲۶ مه
د ملي امنیت ځواکونو د پکتیکا ولایت په سروبي ولسوالۍ کې ۱۷۹ بېلا بېل ډول وسلې کشف او ترلاسه کړي چې  په توريې یو تن هم نیول شوی دی.
د ملي امنیت ځواکونو د غه عملیات شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې د برمل او سروبي ولسوالۍ ترمنځ د سپېدار  په سیمه  کې ترسره کړي دي.
د دغه ریاست یوې باوري سرچینې باختر اژانس ته وویل چې په ترسره شویو عملیاتو کې د وسلو ډک مازدا موټر او یو  تن نیول شوى دى.
سرچینه وايي، په دغو وسلو کې ١٦٨ تومانچې، اووه  کلاشينکوفونه، څلور  درازنوف او  څلور زره مرمۍ شاملې دي.
د خبرځای په وینا، نیول شوى سړى په لومړنیو تحقیقاتو کې اعتراف کړی چې تر دې وړاندې یې هم ډېر څو ځلې وسلې لېږدولي دي.
امنیتي مسوولین وايي، نیول شوي وسلې د غزني د اندړو او د لوګر ولایت خروار ولسوالیو ته لېږدول کېدې.پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته