سیاست

د جمهوررييس محمداشرف غني په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا غونډه جوړه شوه

کابل – باختر د زمري دمياشتې يوولسمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ پرون سهار په ارګ کې د اقتصاد عالي شورا غونډه جوړه شوه، چې په هغې کې د لویو کرنيزو فارمونو پر ایجاد او د سوداګرۍ وزارت د دندو او جوړښت په پيشنهادي طرحې بحث او خبرې وشوې.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په پيل کې د مالیې وزیر اکلیل حکیمي د اقتصاد عالي شورا د پرېکړو د عملي کېدو او تعقیب په خاطر نوی میکانیزم معرفي کړ، چې د هغه په اساس  تعهد، پلي کېدل او د راپور ورکولو فیصدي د دغې شورا د غړو د پرېکړو عملي کېدل مشخص کېږي.
ورپسې د کرنې اواوبولګولو وزیر اسدالله ضمیر په افغانستان کې د کرنې د پراختیا او ودې لپاره د بوستان سبز پیشنهادي طرحې معرفي کړې، چې بیا د بوستان سبز شرکت استازي د لویو کرنيزو او صنعتي فارمونو د پانګونې طرحې جزئیات غونډې ته وړاندې کړل وې ویل، د دې فارم د تولیداتو تمرکز به د افغانستان په میوو او سبو (په ځانګړي ډول، انار، بادام، زعفران او زردالو) وي. د دغه شرکت استازي د داخلي تولیداتو او محصولاتو په برخه کې له حکومت څخه وغوښتل چې د ځمکې، برېښنا، اوبو، امنیت او بازارموندنې په چمتو کولو کې ورسره همکاري وکړي.
د ولسي جرګې وکیلانو عبیدالله رامین او صدیق الله عثماني د ځمکې د قوانینو او د اجارې د مزایدې په اړه او په دې برخه کې د احتمالي ستونزو د مخنیوي، له دغه شان پانګونې سره د شخصي ګټو د له لاسه ورکولو له امله د زورواکو د مخالفت او  د دغه ډول پانګونې په سیمو کې د ځمکې د غصب د مخنیوي په اړه نظرونه څرګند کړل.
د خصوصي سکتور استازي شیرباز کمین زاده د افغانستان مناسبې آوبو او هوا ته په پام د دغسې پانګونې د اهمیت په اړه معلومات وړاندې کړل، وې ویل د انډې کولو په برخه کې د افغانستان خصوصي سکتور د پام وړ وړتیا پیدا کړې ده، دا مهال موږ کولای شو چې د نړيوالو معیارونو په کارولو سره داخلي محصولات انډې کړو.
د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر وویل، د افغانستان په اقتصاد کې د کرنيز سکتور اهمیت ته په کتو دې له دغسې طرحو ملاتړ وشي او یوې ملي بېلګې ته دې وده ورکړ شي، که په هر ولایت کې پانګه وال علاقه لري له هماغې بېلګې دې کار واخېستل شي. هغه زیاته کړه، د افغاني محصولاتو د ملاتړ او پیاوړتیا لپاره دې هڅه وشي کورني مصرفوونکي او بهرني ځواکونه له دغو محصولاتو ګټه واخلي.
د ځمکو ادارې رئیس جواد پیکار د مشخصي کاري طرحې د لرلو او د ځمکې او پانګونې د اندازې ترمنځ د تناسب پر اهمیت خبرې وکړې وې ویل، د کاري فرصتونو رامنځته کول یو مشخص مورد دی چې پانګه اچوونکو ته د ځمکې له اجارې مخکې په پام کې نیول کېږي.
د عدلیې وزیر عبدالبصیر انور د کوکنارو د مخنیوي او مشروع زراعت د پياوړتیا لپاره د پانګونې د تشویق پر اهمیت خبرې وکړې او د مالیې وزیر اکلیل حکیمي د پانګونې ددغې طرحې د عمومي ارزونې په اړه معلومات ورکړل وې ویل، د دغې طرحې د جزئیاتو د ارزونې لپاره د وزارتونو او دولتي بنسټونو ګډ کار ته اړتیا ده.
جمهور رئیس غني د خبرو د جمع بندۍ پر مهال د لویو فارمونو په جوړولو کې د پانګه اچوونکو له علاقمندۍ څخه په مننې وویل، د خلیج هېوادونو په سفرونو کې يې د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د صادراتو لپاره د هغو هېوادونو د مشرانو توافق تر لاسه کړی دی چې دا مهال تخنیکي تیمونه دغه بحثونه بشپړوي. هغه زیاته کړه،  په افغانستان کې میشتو امریکايي ځواکونو هم د افغاني محصولاتو د اخیستو لپاره د افغانستان له حکومت سره خبرې پيل کړي دي.
جمهور رئیس لارښوونه وکړه، د ځمکې د اخېستو او پانګونې د پيسو ترمنځ دې سم تناسب رعایت شي. هغه زیاته کړه، نه غواړو چې له حده زیاته کرنیزه ځمکه دې په داسې شرایطو د پانګه اچوونکو په اختیار کې ورکړ شي چې د افغان کروندګرو د کار ساحه محدوده او ناسالم رقابت رامنځته کړي، بلکې زموږ هڅه به دا وي چې پانګونه په داسې بڼه وشي چې خوځنده اقتصاد او د کروندګر ژوند ته ګټوره تمامه شي.
په غونډه کې پرېکړه وشوه، یو بین الوزارتي پلاوی دې جوړ شي چې نه یوازې د طرحې جزئیات بلکې له دولت څخه د شرکتونو تقاضاوې هم و ارزوي، چې په کومو برخو کې کوم ډول اقدام کېدلی شي. همدارنګه غونډې پرېکړه وکړه، بوستان سبز شرکت دې د خپلو فعالیتونواو له نورو ونډه والو سره د خپل شراکت ډول او د ارزونې څرنګوالی د اقتصاد عالي شورا ته وړاندې کړي.
د غونډې پر مهال د خصوصي سکتور او د افغانستان د سوداګرۍ خونې استازي د افغانستان د هوايي ډګرونو له لارې د میووپه صادراتو کې د اسانیتاوو له امله د حکومت له وروستیو اقداماتو مننه وکړه وې ویل، د دوبۍ او قطر له لارې  سعودي عربستان ته د افغانستان د زردالو صادارت د پام وړ لاسته راوړنه ده، خو لا هم افغان سوداګر له مرکزي سیمو څخه کابل ته د میوو د راغونډولو په برخه کې شکایت لري.
جمهور رئیس لارښوونه وکړه،  دې ته په پام چې دا مهال د محصولاتو د راټولولو فصل دی له مرکزي سیمو څخه د میوو او محصولاتو د لیږد موضوع دې د امنیت شورا او کابینې غونډه کې ونیول شي، چې اړوند دولتي بنسټونه په دې برخه کې عاجل اقدام وکړي.
د غونډې په بله برخه کې د سوداګرۍ وزیر همایون رسا او د دغه وزارت معین عبدالباري رحمان، د افغانستان د سوداګرۍ وزارت د جوړښت او دندو پيشنهادي طرحه وړاندې کړه.
د دغه وزارت مشرتابه وویل: د اقتصاد د عالي شورا د پرېکړې په اساس چې کومه ارزونه شوې ده، ښيي چې د سوداګرۍ وزارت په دى نه دی بريالی خپلې اساسي دندې لکه په صادراتو ولاړ د انډوليز تجارت وده، د نوزیږدو صنایعو پراختیا، د خصوصي تشبساتو لپاره د مناسب چاپيریال او په بازار کې د سالم رقابت رامنځته کول په موثره توګه ترسره کړي. 
د دغه وزارت د ارزونو د موندنو په اساس، د تشکیلاتي جوړښت او دندو ترمنځ نه تطابق، د نامناسب جوړښت ډیزاین، د وزارت په کار او اساسي دندو په تعریف کې ابهام او د کاري ظرفیت نشتوالی د دغه وضعیت د رامنځته کېدو مهم دلایل دي.
د نوې طرحې په اساس به د دغه وزارت دندې په پنځو برخو متمرکزې وي، چې پانګونې ته د مناسب بستر چمتو کول، د تجارتي بیلانس د کسر د کموالي لپاره د صادراتي فرصتونو زیاتوالی، د صنعتي سکتور پایداره پراختیا چې رقابتي غوره والى ولري، د کوچنيو، منځنيو انعطاف منونکو، رقابت امیزه تشبثاتو پراختیا چې توجه یې ښځینه متشبثانو ته وي، د بازار تنظیم او د مستهلکینو د حقوقو د ملاتړ په منظور د رقابت وده په کې شامله ده.
په پیشنهادي طرحه کې د ځینو ریاستونو ادغام او د نورو واحدونو ترمنځ د مشخص وظیفوي تداخل د مخنیوي په خاطر د ریاستونو او نویو واحدونو جوړول شامل دي.
غونډې پرېکړه وکړه، د شورا ټول غړي دې یاده طرحه وارزوي او خپل نظریات دې په لیکلي ډول شورا ته راولیږي چې په دغې طرحې د اقتصاد عالي شورا په بله ناسته کې بحث او خبرې وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته