سیاست

جمهوررئیس غني د استاد سیاف اوضیاالحق امرخېل له کورنیوسره غمشریکي وکړه

کابل/ باختر/ د وري دمیاشتې ۴مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخې د استاد عبدرب الرسول سیاف کورته ورغی له نوموړي او د کورنۍ له غړو سره یې د هغه د ورور قاضي سید غریب هاشمي د مړینې له امله د خواخوږي او غمشریکي ترڅنګ مرحوم ته د فردوس جنت دعا وکړه.
د جمهور رییس د ویاند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دغه راز جمهوررئیس غني په ولسي او سیاسي چارو کې د جمهوري ریاست له ستر سلاکار ضیاالحق امرخېل سره د هغه په کور کې د نوموړي د مور د مړینې له امله د غمشریکي پرمهال د مرحومې روح ته د فردوس جنت هیله وکړه.
همدارنګه د هېواد جمهوررئیس د مرحوم حضرت صبغت الله مجددي کور ته ورغی او یو ځل بیا یې د مرحوم اولادونو ته د تسلیت مراتب څرګند کړل.
جهادي رهبر استاد عبدرب الرسول سیاف، ضیاالحق امرخېل او د مرحوم صبغت الله مجددي زامنو د هېواد د جمهوررئیس د غمشریکۍ او ډاډګیرنې مننه وکړه.#
پای – ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته