سیاست

اجراييه رييس دوالاحضرت کريم آغاخان له سفيرې ميرمن نور جهان مواني سره وکتل:

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٦
دافغانستان داسلامي جمهوريت اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله نن سهار په سپيدار ماڼۍ کې دخپل کار په دفتر دوالاحضرت کريم آغاخان له سفيرې ميرمن نورجهان مواني او دپامير دانرژۍ شرکت له رييس دليرجمعه اف سره وکتل.
داجراييه رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :- په دې کتنه کې دپامير دانرژۍ شرکت رييس دبدخشان ولايت په څو ولسواليو کې دبريښنا په برابرولو کې ددغه شرکت دفعاليتونو او تجربو په باره کې رپوټ وړاندې کړ او له اړوندو بنسټونو سره په همکارۍ کې يې دافغانستان دولسواليو او نورو سيمو ته ددغې تجربې دپراختيا غوښتنه وکړه .
اجراييه رييس په بدخشان ولايت کې ددغه شرکت هلې ځلې وستايلې او دبدخشان ولايت نورو سيمو ته يې ددغې تجربې دليږدونې او پراختيالپاره دتياري هرکلى وکړ .
اجراييه رييس اړوندو بنسټونو ته لارښوونه وکړه چې دهيواد نورو سيمو ته ددغې تجربې په ليږدونې او پراختيا کې ګټور او لازم ګامونه واخلي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته