کابل/ باخترد سلواغې دمياشتې ٢٨نيټه :
په غزني ولايت کې د وسله والو طالبانو د يوه سيمه ييزقوماندان په ګډون اووه تنه ووژل شول .
دغزني دوالي وياند محمدعارف نوري دباخترآژانس خبريال ته وويل ؛ دغه وسله وال طالبان دغزني ولايت دتاسنګ ولسوالۍ په سيمه کې دکوماندو ځواکونوپه عملياتوکې ووژل شول .
په وژل شويو کسانو کې د وسله والو طالبانو يو سيمه ييز قوماندان هم شامل دى. نورې زياته کړه په دغو عملياتو کې شپږتنه وسله وال طالبان ټپيان او درې تنه نور ونيول شول .
پاى ذکرالله