امنیت

په بغلان کې دطالبانو له بند څخه ديرغملو خلاصون

کابل باختر/  دزمري دمياشتې ٦ :
يوولس تنه ملکي وګړي  چې درې ورځې مخکې دطالبانوله  خوا دبغلان ولايت ددهنه غوري ولسوالۍ  له سړک څخه  تښتول شوي وو، نن دقومي مشرانو په منځګړيتوب آزاد شول.
ددهنه غوري ولسوالۍامنيه قوماندان سرڅارمن محمد حسين طاهر دباخترآژانس خبريال ته وويل: ددهنه غوري ولسوالۍ دتنددرې يوولس تنه اوسيدونکي دطالبانو له خوا دقلعه خواجه په ساحه کې  تښتول شوي وو.
ده وويل چې تښتول شوي کسان ټول ملکي وګړي دي  چې دامنيتي ځواکونو دهلوځلوله امله اودقومي مشرانوپه منځګړيتوب له کومې معاملې پرته  دطالبانوله منګولو څخه آزاد شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته