ټولنه

دڅښاک د اوبو يوه څاه کيندل کيږي.

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٨
دڅښاک د اوبو يوې ژورې څاه دکيندلو کار چې درې سوه کورنۍ له روغتيايي اوبو څخه يې ګټه اخلى د درې سوه زرو ډالرو په لګښت نن پيل شو.
دبلخ ولايت دکليو دبيا جوړولو او پراختيا رييس باختر آژانس ته وويل: ددغې څاه کيندلو کار دبلخ ولايت دنهر شاهي ولسوالۍ د خالقداد خان کارتې په ساحه کې دسيمه ييزو مقاماتو په وړاندې پيل شو او په دوو اوونيو کې به وکيندل شي.
ويل کيږي څه دپاسه درې سوه کورنۍ ددغې څاه له اوبو څخه ګټه اخلى اودلسو زرو ليترو اوبو ظرفيت به ولري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته