سیاست

بانکی مون: له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې بشپړ ملاتړ شته

کابل باختر د چنګاښ  اتلسمه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي نن له غرمې مخکې په توکیو ښار کې په خپل استوګنځي کې د ملګرو ملتودسازمان له سرمنشي بانکي مون سره وکتل.

باختراژانس ته دجمهوري رياست دمطبو عاتي دفتر دمعلوماتو له مخې

په دې کتنه کې جمهور رئیس په توکیو کنفرانس کې د ملګروملتو د سرمنشي د ګډون له امله مننه وکړه.

 

د ملګرو ملتو سر منشي وویل چې د ملګرو ملتو سازمان له څو لسیزو راهیسې په افغانستان کې حضور لري او د اوږد مهال لپاره به په دې هېواد کې پاتې شي.

 

ده همدا راز وویل چې د افغانستان له غوښتنې سره سم، دغه سازمان چمتو دی چې د جمهوري ریاست په راتلونکو ټاکنو کې مرستې وکړي.

 

په دې کتنه کې د ماشومانو د زده کړې د ښه والۍ، په بېلابېلو برخو کې د ښځو د رول د زیاتوالي، له فساد سره د مبارزې، د بشري حقونو د پراختیا او نورو موضوع ګانو په اړه هم خبرې اترې وشوې.

 

بانکي مون یو ځل بیا په صراحت سره وویل چې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې بشپړ ملاتړ شته.

 

په مقابل کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي وویل چې نړيواله ټولنه دې له افغانستان سره په شفافو، عادلانه او له مداخلې پرته ټاکنو کې مرسته وکړي، چې پایله یې د افغانستان د خلکو لپاره هم د منلو وړ وي.

 

جمهور رئیس وویل چې د افغانستان حکومت د بشري، ښځو او ماشومانو د حقونو د لازیات تامین په برخه کې ژمن دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته