ورزش

دايران دهرمزګان زلزله په متحده عربي اماراتو کې احساس شوه

رياض وي او  اې  نيوز باختردزمري دمياشتې  ٩ :
دريکتر په مقياس دپنځه اعشاريه پنځو درجو په سختوالي يوې زلزلې پرون دايران  دهرمزګان ولايت  وجړقاوه.
دتهران پوهنتون دجيوفيزيک موسسې  دزلزلې سنجونې مرکز اعلام وکړ چې  ددغې زلزلې مرکز په خليج کې دکيش ټاپو ته څيرمه هندورابي ټاپو دى.
باخترآژانس دعربي اماراتو دخبري سايت له خولې خبر راکړ : ددوبۍ او شارجې اوسيدونکو  په ټولنيزو شبکو کې  اعلام وکړ چې دزلزلې ټکانونه يې احساس کړي دي .
داماراتو خبرځايونو ليکلي دي چې دغه زلزله داماراتو دپايتخت ابوظبي په درې سوه کيلومترۍ واټن کې شوې ده .
له دغې زلزلې وروسته څه ناڅه  شپږ نور ټکانونه هم احساس شوي دي اوله همدې  امله دسرداوښتو زيانونو او مالي تاوانونوپه باب خبر نه دى ترلاسه شوى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته