کابل / دوري ٢مه /باختر
د هېواد د بهرنيو چارو وزير محمدحنيف اتمر نن سهار د يو لوړرتبه دولتي هيئت په مشرۍ له کابل څخه نوي ډيلي ته روان شو.
د باختراژانس د خبرله مخې؛ هند ته د حنيف اتمر اود ملګري هيئت د سفر هدف د دوه اړخيزو اړيکو پياوړتيا او د افغانستان د سولې په بهيرکې د سيمه ييزې او نړيوالې اجماع پياوړتيا ده .
محمد حنيف اتمر نوي ډيلي ته د درې ورځنۍ سفر په بهير کې د هند د بهرنيو چارو له وزير جي شنګر او يو شمېر نورو لوړ رتبه مقاماتو له دې جملې څخه د دغه هېواد د ملي امنيت له سلاکار اجيت دول سره ګوري او د يولړ ګډومهمو موضوعګانو په باب خبرې اترې وکړي .
دغه رازد هېواد د بهرنيوچارو وزير هند ته د خپل سفر په بهيرکې دغه راز په کابل کې د هند له پخوانيو سفيرانو د افغان محصلانو او سوداګرو له استازو ، په هند کې د افغانستان د هندوانو له استازو او له يوشمېر افغان مهاجرينو سره لېده کاته اوخبرې وکړې .
ختم- ج-ا