امنیت

په کندهار کې درې تنه ملکي وګړي ووژل شول

١٠- کابل باختردمرغومي دمياشتې ٣ :

دکندهار ولايت په تخته پل ولسوالۍ کې دماين دچاودنې له امله درې تنه ملکي وګړي ووژل شول .

دکندهار ولايت دامنيې قوماندانۍ ددفتر مسوول دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل دغه پيښه هغه وخت وشوه چې يو مازدا ډوله موټر دتخته پل ولسوالۍ دماکه ملي دسيمې په سړک کې په يو ايښودل شوى ماين وخوت چې له امله يې درې تنه ملکي وګړي ووژل شول.

په يوه بله پيښه کې وسله والو طالبانو دژيړۍ ولسوالۍ په پاشمول سيمه کې دپوليسو پريوې ګزمې بريدوکړ چې له امله  يې يو وسله وال طالب له يو موټرسايکل سره ونيول شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته