کابل د کب ٢٦ مه باختر
د سر پل د عامې روغتیا ریاست نن د کرونا له وېروس سره مبارزه پیل کړه.
د باختر اژانس د سیمه يیز خبریال د خبر له مخې؛ په دغه پروګرام کې د ښار دننه یو شمېر جوماتونو، کلینکونو او ولایتي روغتون کې د کرونا وېروس پر ضد مایع وشیندل شوه.
د سرپل د عامې روغتیا ریاست مسوولانو له ښاریانو وغوښتل چې د کرونا له وېروس سره جدي مبارزه وکړي او په کورونو کې هم د وقایې تدبیرونه مرعات کړي او د عامې روغتیا له منسوبانو سره همکاري وکړي.
سعیده
1 د یوې دقیقې څخه لږ