امنیت

په تخار کې د طالبانوبرید په شا وتمبول شو

کابل / د غبرګولي ۲۳ / باختر
د تخار یو سیمه ییزمقام رسنیوته وویل چې د طالبانوپه لاس د دغه ولایت د چاه آب ولسوالۍ د بازار د سقوط خبرحقیقت نه لري او پوځيانو ددغې ولسوالۍ له مرکزڅخه د طالبانوبرید په شا وتمباوه.
د تخارد والي ویاند حامد مبارز په یوخبري ناسته کې د چاه آب ولسوالۍ د بازارسقوط او د طالبانوله لوري د دولتي تاسیساتو نیول رد کړ.
حامد مبارز وویل : له ښارڅخه لرې او د چاه آب ولسوالۍ په ځینوساحوکې خورې ورې نښتې دوام لري او موږ هلې ځلې کوو چې د هېواد د هوايي قواووپه ملاتړ دغه جګړې پای ته ورسوو.
هغه زیاته کړه: په دغو جګړو کې طالبان د سرزیات زیانونه زغملي دي چې دقیق شمېریې معلوم نه دی.
د مبارزد څرګندونوله مخې، سیمې ته کومکي پوځيان رسېدلي دي او حالت به ډېرژرعادي شي.
دا په داسې حال کې ده چې د تخار د ولایتي شورا یوشمېرغړو د چاه آب ولسوالۍ د سقوط خبر ورکړی و.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته