سیاست

په افغانستان کې دامريکا داف ٣٥ جنګي الوتکو لومړى ماموريت ! دغه ماموريت په کومو موخو تعقيب شو ؟

کابل باختر دتلي اتمه :
دامريکا اف ٣٥ جټ جنګي الوتکې په افغانستان کې خپل لومړى ماموريت دناتو دغوڅ ماموريت په چوکاټ کې ترسره کړل .
دامريکا داردو يوه مقام اعلام وکړ چې ددغه هېواد داف ٣٥ جټ جنګي الوتکې دروان کال دتلې دمياشتې په پنځمه نيټه په افغانستان کې دوسله والو طالبانو دډلې په يوه سنګر بريد  وکړ خو دغه مقام په افغانستان کې ددغو هوايي عملياتو په برخه کې جزييات نه دى وړاندې کړى .
ويل کېږي چې دغې جنګي  جټ الوتکې دعربو په سمندرګي  کې دامريکا له يوې الوتکې وړونکي جنګي بيړى  څخه الوتنه کړې ده .
ددغه ماموريت ترسره کول دامريکا داف ٣٥ جنګي جټ الوتکې لومړۍ عمليات بلل شوي دي .
اف  ٣٥ جنګي جټ الوتکې په نړۍ  کې  ديرې پرمختللې جنګي جټ الوتکې شميرل کېږي او درادار له څپې څخه تښتي  .
دامريکا له ځمکنيو ځواکونوسره دملاتړ په خاطر د اف  ٣٥جنګي جټ الوتکې څخه کار اخستل .
ددغې الوتکې يواځنۍ ځواکمني اړخ لري او کيداى شي  له هغې څخه په سيمه کې او له متحدانو سره دملاتړ لپاره کار واخستل شي .
دباختراژانس خبريال ليکي چې په افغانستان کې له اف  ٣٥ جنګي جټ الوتکې څخه کار اخستو هغه هم په لومړني جنګي ماموريت کې دافغانستان په دننه او بهر کې زياتې نيوکې راپارولي دي .
ولې امريکا خپله يوه جنګي  وسيله دلومړي ځل لپاره په افغانستان کې تجربه کوي .؟
  ايا دغه هېواد دامريکا او دنورو  هېوادونو دوسلو ازمايښت ځاى دى ؟
  امريکا دتيرکال دوري دمياشتې په  ٢٥ نيټه خپل ډير قوي غير اټومي بم چې دبمونو مور بلل کېږي دافغانستان په ننګرهار ولايت کې دداعش دډلې پرخلاف وکاراوه  خو دغه بم ونه کړاى شول چې په افغانستان کې داعش له منځه يوسي .
دغه راز امريکا او يوشمير  نورو لويديځو  هېوادونو خپلې نوې جوړې شوې وسلې په وار وار په افغانستان کې تجربه کړي دي هغه کار چې پخواني شوروي اتحاد په افغانستان کې دخپل پوځي شتون په وخت کې په وار وار هغه تجربه کړ
دامريکا وروستى حرکت چې د ډار اچوونکو په يوه سنګر دبريد په نامه په يوې  نوي جوړې شوې جنګي الوتکې سره دعملياتو په ترسره کولو سره وشو ،دهماغو تجربو دوام دى چې امريکا دخپلې نوې جوړې شوې وسلې په وړاندې ترسره کوي له بلې خوا  دافغانستان په جګړه کې له يوې نوې پرمختللې  جنګي جټ الوتکې  څخه استفاده هغه هم په دغه هېواد کې دسيمه ئيزو تنګو سياليو په شتون کې دسيمې هېوادونو په تيره بيا هغو هېوادونو ته چې له امريکا سره په نيابتي سيالۍ او جګړه کې دي جګړې او کرکې پيغام رسوي  اوکيداي شي يو زور زياتي  او ددغو هېوادونو لپاره  دقوت ښودل وي چې پايله به يې ورته غبرګون وي او طبيعي ده چې دافغانستان  لپاره به ناوړې پايلې  ولري .
دپوځي چارو کارپوهان دامريکا له وروستي حرکت څخه  دانديښنې په څرګندولو سره په دې باور دي چې دامريکا وروستي هوايي عمليات هغه هم په يوې نوې جوړې شوې جنګي الوتکې سره دبمونو دمور دکارولو په شان له تبليغاتو پرته هيڅ انګيزه  په ځان پسې  نه لري او دجګړې په ډګر کې به هم هيڅ راز بدلون رامنځته نه کړي خو داچې امريکا دافغانستان په برخه کې يو څرګند او واقعبينانه چلند ترلاس لاندې ونيسي او له لمسوونکو  حرکاتو څخه لاس واخلي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته