امنیت

.په روزګان کې داوو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل.

-کابلباختر د غبرګولي د مياشتې١٣
اووه تنه وسله وال طالبان په روزګان ولايت کې دنويو نښتو په بهير کې ووژل شول.
دغه جګړه تيره شپه ددهراود ولسوالۍ په مربوطاتو کې ونښتې.
په روزګان ولايت کې دسيمه ئيزو پوليسو يوه قوماندان دباختر آژانس خبر يال ته وويل چې په دغو جګړو کې اووه تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي .
ده وويل چې په دغو نښتو کې پوځيانو د طالبانو په لسګونو جنګي وسايل تر لاسه کړي دي او هم په دې بريالي شوي دي چې څوکلي د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک کړي.
ويل کيږي چې په دغو نښتو کې پوځيانو او ملکي وګړوته زيان نه دى آوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته