اقتصاد

په بلخ کې د پومبې محصولات په سلوکې څلويښت زيات شوي دي

کابل باختر دمرغومي شپږ ويشتمه :
په بلخ ولايت کې په ر وان کال کې د پومبې محصولات د تېرکال په پرتله په سلوکې څلويښت زيات شوي دي.
د بلخ ولايت دکرنې او اوبو لګولو رييس محمدکاتب شمس باختر آژانس ته وويل: په روان کال کې د بلخ ولايت په مربوطاتوکې په څه دپاسه اووه زره هکتاره ځمکه کې پومبه کرل شوې وه چې له هغې څخه درې څلويښت زره ټنه پومبه ترلاسه شوې ده. په داسې حال کې چې تېرکال له همدې اندازې ځمکې څخه يو ديرش زره ټنه پومبه ترلاسه شوې وه.
ده ددغه زياتوالى علت پومبه کاروبزګرانو ته مسلکي زده کړې، د پومبې دکرکيلې په دوديزوچلندونوکې بدلون او دکرنې د تخمونو اصلاح کول وبلل او زياته يې کړه چې سږ کال په بلخ ولايت کې څه د پاسه دوه زره تنو بزګرانو د پومې د کرکيلې د پراختيا په برخه کې د کرنې د مسوولينو له خوا مسلکي زده کړې کړې دي.
کاتب شمس په دې ترڅ کې چې د پومبې د محصولاتو زياتوالى په ځان د هيواد په ډډې لګولو او وارداتو څخه د خلاصون په کارکې يو ارزښتناک ګام وباله؛ په کورنيو بازارونوکې د پومبې د بيې د ټيټوالي او د هغې د صادراتو لپاره د مناسب بهرني بازار د نشتوالي خبرې کوي.
ده وويل: په کورنيو بازارونوکې د پومبې د لګښت د کمښت او د پومبې د نه جذب سترعلت په هيوادکې د نساجى د فابريکو د کار ځنډيدل دى.
ده زياته کړه چې د مسوولينوله خوا دپومبې د صادراتو لپاره د بهرني مناسب بازار د موندلو لپاره جدي هلې ځلې روانې دي.
د يادونې وړ ده چې همدا اوس د هند اوپاکستان هيوادونو ته ډيره زياته پومبه له افغانستان څخه صادريږي.
دغه راز هغه پومبه چې په قانوني ډول له هيواد څخه صادريږي؛ اندازه يې له هغې پومبې څخه ټيټه ده چې په غيرقانوني او قاچاقي ډول له افغانستان څخه وځي.
يوتن پومبه کار بزګر عبدالحى په کورنيوبازارونوکې د پومبې د بيې د ټيتوالي او د بازار د نه موندلو له امله  شکايت لري او له مسوولينوڅخه غواړي چې د دغو ستونزو په لرې کولوکې دې له دوى سره مرسته وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته