ټولنه

دموټرو دتګ راتګ يوپل پرانستل شو .

کابل باختر  دثور يوولسمه

   دارزګان ولايت په مرکز  ترينکوت ښار کې دموټرو د تګ راتګ يو پل  پرانستل شو .

 دغه پل چې  ويل کږي دچوري ولسوالۍ او يو شمير نوري سيمي له ترينکوت  ښار سره نښلوي داستراليا په مرسته د دوو مليونو اته شپيتو زرو ډالرو په لګښت جوړ شوى دى .

 دغه پل  دوه سوه ديرش متره اوږدوالي او اته متره سور  لري او دسيند  دپاسه جوړ شوى دى .

 دارزګان ولايت دفوايد عامې رياست يو خبرحاى باختر اژانس ته وويل چې دموټرو تګ راتګ ددغه پله په جوړولو سره  دزرګونو ارزګانيانو او نورو مسافرو دتګ راتګ ستونزې لري شوي دي .

 دچوري ولسوالۍ يو تن اوسيدونکي فريد ددغه  پله دجوړولو له امله خوښي  وکړه .

 دى وايي دوى اړ و  په تيره بيا دژمي په موسم کې چې دترينکوت ښار ته دتګ راتګ په خاطر اوږده لاره ووهي .

  دارزګان والي ددغه پله  دپراسنتلو په مراسمو کې وويل، اوس  سپرلي  کولاي شي له وسايطو سره  ددغه پله له لارې په اساني سره تګ راتګ وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته