امنیت

له يوسلو پنځوسوکيلوګرامو نشه يي توکو سره د دريو تنو نيول کيدل

کابل باختر د  سلواغې دمياشتې  ١٨ :
درې تنه په ننګرهار ولايت کې په جلا جلا پيښوکې د نشه يي توکو د قاچاقو په تور ونيول شول.
پوليسو وويل چې له دغوکسانوڅخه ١٣٨ کيلوګرامه چرس او اپين ترلاسه شوي دي.
دغه کسان تيره شپه او نن سهار د ننګرهار ولايت د سره رود، خوږياڼيو او د بهسودو ولسواليو په مربوطاتوکې د پلټنې په پوستوکې نيول شوي دي .
دننګرهار ولايت امنيه قوماندان جنرال فضل احمد شيرزاد دباخترآژانس خبريال ته وويل: دغوکسانو غوښتل چې درې انډي نشه يي توکي جلال آباد او کابل ته وليږدوي چې ونيول شول.
جنرال شيرزاد وايي چې نيول شويو کسانو د نشه يي توکو انډي په مهارت سره په  کرولا  موټرونوکې ځاى پرځاى کړي و.
پرون هم څه ناڅه پنځه تنه دلسګونو کيلوګرامو نشه يي توکو دقاچاقو په وخت کې د امنيتي مامورينوله خوا د دغه ختيځ ولايت په ځينو سيموکې ونيول شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته