امنیت

په پکتیا کې څه دپاسه ۵۰۰ کیلو ګرامه نشه يي توکي ترلاسه شول

ښرنه باختر د سلواغې ۲۹ مه
د پکتیا د امنیې قومندانۍ د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو د دغه ولایت د احمدابا ولسوالۍ په غړک په سیمه کې پرون ۵۸۹ چرس ترلاسه کړي دي.
د دغه ولایت امنیه قومندان مل پاسوال راز محمد مندوزي د باختر اژانس سیمه ېیز خبریال ته وویل چې، یاد نشه یي توکي په یوه کور کې ځای پر ځای شوي وو، خو په تړاو یې څوک نه دي نیول شوي.
په پکتیا کې په داسې حال کې ۵۸۹ کیلو ګرامه چرس ترلاسه کېږي چې دوه اوونۍ وړاندې هم د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ منسوبینو د سیدکرم ولسوالۍ په مربوطاتوکې هم یو زرو ۷۳۰ کیلوګرامه چرس ترلاسه کړي وو.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته