امنیت

د هېواد په ختیځ کې په ډار اچوونکو ډلو کې د غړیتوب په تور د ۶ تنو نیول کېدل

کابل/ د سلواغې ۱۲مه/ باختر
د هېواد په ختیځ کې د طالبانو او داعش په ډلو کې د غړیتوب په تور ۶ تنه ونیول شول.
دغه کسان په وروستیو ۲۴ ساعتو کې په پوځي عملیاتو او د موټرو د پلټنې په وخت کې د ننګرهار، لغمان او کونړ له ځینو سیمو څخه ونیول شول.
د هېواد په ختیځ کې د سېلاب قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو ويلي دي چې نیول شویو کسانو په لومړنیو تحقيقاتو کې د هېواد په ختیځ کې د داعش او طالبانو په ډلو کې پر خپل غړیتوب او په لسګونو ډار اچوونکو بریدونوکې پر خپل ګډون اعتراف کړی دی. له نیول شویو کسانو څخه جنګي وسایل او د طالبانو او داعش په ډلو کې د غړیتوب سندونه ترلاسه شوي دي.
پای/شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته