امنیت

دوسله والوطالبانوپرخلاف دپوځيانو په متقابل بريد کې وسله والوطالبانو ته دسرزيان واوښت .

کابل  باختر د چنګاښ د مياشتې٢٩

په لغمان ولايت کې تيره  شپه دپوځيانو په يومتقابل  بريد کې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول .

او يوبل يرغګر ټپي شو .

دغه پيښه دلغمان ولايت دالينګار ولسوالۍ بازار ته څيرمه هغه وخت رامنځته شوه چې يوه ډله يرغلګر مخکې له دې چې په سرتيرو بريدونه وکړل  ددوى له ډزو سره مخامخ شول  .

دلغمان ولايت يو امنيتي مسوول دباختر اژانس  خبريال ته وويل چې په دې پيښه کې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول اويوبل يرغلګر ټپي شو .

په دې پيښه کې يوملکي وګړي هم ټپي شوى دى .

ويل کيږي چې په دې پيښه کې سرتيرو ته زيان نه دى اوښتي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته