امنیت

دغور ولايت دچارسدې په ولسوالۍ کې دپوليسو په پوستو دطالبانو بريدونه شنډ شول .

کابل باختر د غبرګولي لومړي :
دغو رولايت دچارسدې  په ولسوالۍ کې تيره شپه  دپوليسو په پوستو  دطالبانو بريدونه شنډ او له ماتې سره مخامخ شول .
  دغور دوالي وياند عبدالحي خطيبي  باختراژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو تيره شپه  ددغه ولايت دچارسدې ولسوالۍ دمنګ په کلي کې  دپوليسو په پوستو بريدونه وکړل  چې د پوليسو له مقاومت سره مخامخ شول او دهغوى بريدونه شنډ کړى شول .
ددغو  نښتو په بهيرکې  يوه ښځه  دطالبانو  دډزو له امله شهيده شوه .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته